اروزګان کې لسګونه پولیس سرتېرو ته له اتو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي

اروزګان کې لسګونه پولیس سرتېرو ته له اتو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي



د اروزګان يو شمېر پوليس وايي چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او په سختو حالاتو کې ژوند کوي.
خو د دغه ولايت امنيه قومانداني وايي چې دوى خپلو رسمي  پوليسو ته پر وخت معاشونه او نور امتيازات ورکړي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت پخوانى امر او يو شمېر سرتېري ادعا کوي چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې يې د ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د جګړې سنګرونه تاوده ساتلي، د سرونو قربانۍ يې هم ورکړې دي، خو معاشونه نه دي ورکړل شوي.
دغه پوليس چې د اروزګان، کندهار او کابل ولايتونو اوسېدونکي دي، زياتوي چې په سختو ستونزمنو حالاتو کې يې خپلې دندې ترسره کړې دي، خو امنيه قومانداني يې امتيازات نه ورکوي.
د عصمت الله په نوم يوه پوليس پژواک اژانس ته ويلي، څو ځلې يې دغه ستونزه تر اړوندو مسئولينو رسولې، خو چا ورته مثبت ځواب نه دى ورکړى.
د امنيې قوماندانۍ د امنيت پخوانى امر نورزی هم ورته ستونزه يادوي او وايي چې له ده سره اوس ٨٤ پوليس دي، خو تر اوسه ورته يوازې د ١٧ پوليسو معاشونه ورکړل شوي او د ٦٧ پاتې دي.
د هغه په وينا، د اروزګان ولايت پر مرکز ترينکوټ د ډله ييزو بريدونو له پيله هم يوازې د خپلو خلکو او خاورې د دفاع په موخه جګړې ته درېدلي او اوس به هم له معاش پرته خپلې دندې ته ادامه ورکوي.
خو د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري وايي چې دوی يوازې هغو پوليسو ته معاش ورکوي چې له  دوی سره رسميت ولري .
هغه ويلي، د امنيې قوماندانۍ پوليسو ته د هغوى د حاضرۍ په صورت کې معاشونه ورکول کېږي، له دې وروسته به يې معاشونه د قوماندانانو په لاس نه ورکول کېږي.
د امنيه قوماندان په وينا، تر اوسه دوی د رسمي پوليسو معاشونه د ۱۳۹۵ هجري لمريز کال تر کب  مياشتې پورې اجرا کړي دي .
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top