مک ماسټر: افغانستان به نور د ترهګرو لپاره خوندي ځای نه وي

image_demo_30



د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال «هربرټ ریمونډ مک ماسټر» له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې ویلي، د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډې مبارزې په پایله کې به ترهګر نور په دغه هېواد کې خوندي ځای ونه لري.
مک ماسټر ویلي، د امریکا خلک او حکومت په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
ښاغلي غني په دغه کتنه کې ویلي، ترهګرۍ د سیمه او نړۍ امنیت او ټیکاو ته جدي ګواښ دی او که د له منځه وړلو لپاره یې پر وخت ګام پورته نه شي، پر راتلونکو پنځو نسلونو به یې منفي اغېز پروت وي.
د افغانستان ولسمشر ترهګري، مخدره توکي او اداري فساد په دغه هېواد کې د امنیت، ټیکاو او پرمختګ پروړاندې جدي ګواښونه بللي دي.
ولسمشر غني په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې اداري فساد د خلکو پر ژوند منفي اغېزه کړې او حکومت له دې پدیدې سره د مقابلې لپاره خپلې هڅې ډېروي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال ویلي، په دغو ناستو کې همداراز د افغان ځواکونو او په ځانګړې توګه د هوایي ځواک پر تجهیز خبرې او هوکړه شوې ده. خو هغه په دې تړاو نور معلومات ورنه کړل.
مینه پال ویلي، د افغانستان حکومت خپل څلور کلن امنیتي پلان وړاندې کړی چې په هغې کې د کابل ټولې امنیتي اړتیاوې مشخصې شوې دي.
افغانستان ته د مک ماسټر سفر په داسې مهال دی چې نږدې میاشت مخکې په افغانستان کې د ناټو پوځ امریکايي قومندان د دغه هیواد له مشرانو جرګې په افغانستان کې د ځواکونو ډېرول وغوښتل.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هغه امریکایی جنرال دی چې له دې وړاندې يې په افغانستان او عراق کې پوځي دنده ترسره کړې.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top