د وسله والو مخالفینو پرضد د «خالد» پوځي عملیات پیل شول

د وسله والو مخالفینو پرضد د «خالد» پوځي عملیات پیل شول


د ملي دفاع وزارت پرون د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د «خالد» په نوم پسرلني پوځي عمليات پیل کړل.
د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز لومړي مرستيال ستر جنرال مراد علي مراد پرون په کابل کې خبريالانو ته وويل، په دغو عملیاتو کې هغو سيمو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی چې امنیتي ګواښونه په کې لوړ دي.
د هغه په وینا، د خالد په نوم ياد عمليات دا مهال د هوايي او توپچي ځواک په مرسته په سرپل، فارياب، بغلان، کندوز، هلمند، اروزګان، بادغيس او فراه ولايتونو کې په تعرضي ډول پيل شوي دي.
هغه زياته کړه:" تېر ۱۳۹۵ کال د شفق عمليات ډېر له ستونزو او ننګونو ډک و، خو افغان ځواکونو په ډېره مېړانه د خپلو وينو په بدل له خپل هېواده دفاع وکړه."
ده د يوې پوښتنې په ځواب کې روان کال هم له ننګونو ډک وباله او زياته يې کړه: " تاسو د افغانستان دښمنان وينئ چې د بهرنيو هېوادونو په ملاتړ  هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي. "
د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز لومړي مرستيال همدا راز وويل چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار کابل ته راغلی او ټاکل شوې نن د ملي دفاع وزارت له چارواکو سره وګوري.
هغه هيله مندي وښوده چې هېواد ته راغلی امريکايي ياد پلاوی به واشنګټن ته د افغانستان د وضعيت حقيقي انځور له ځانه سره يوسي، تر څو افغان حکومت او ملاتړي هېوادونه له شويو ژمنو سره خپلې کړنې سمبال کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top