شونکي: د امریکا له لوري د ستر بم کارونې موخه د ایران او شمالي کوریا ډارول وو

شونکي: د امریکا له لوري د ستر بم کارونې موخه د ایران او شمالي کوریا ډارول وو



شنونکي وايي، امریکا په  افغانستان کې د ستر بم په کارولو سره پر داعش وسله والو سربېره، شمالي کوریا او ایران ته هم دا پیغام ورکړی، چې خپلې کیمیاوي او اټومي وسلې هېڅ ځای نه شي پټولی.
د متحدو ایالتونو د ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، چې د امریکا د پوځ له خوا ددغه بم کارونې یوه موخه دا هم وه، چې وښيي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بارک اوباما په پرتله پوځ ته ډېر صلاحت ورکړی او خلاص لاس یې پرې ایښی دی.
بلخوا د پېښې له ځایه داسې رپوټونه ترلاسه شوي، چې ځینې امریکايي څېړونکي ددغه بم د کارېدو ځای ته ورغلي او د هغې د تخریب ساحې او زیانونو په تړاو ځان ته د معلوماتو پر ټولو بوخت دي.
په افغانستان کې د متحدو ایالتونو له خوا ددغه بم له کارونې سره هممهاله ددغه هېواد د سنیدال ملي لابراتوارونو ساینسپوهانو په بریالیتوب سره د اټوم بم د یوې نوې او پرمختللې بڼې د ازمایلو ادعا کړې ده.
سرچینې وايي، د «بي۶۱ – ۱۲ » په نامه په یاد بم باندې کلونه کار شوی او تېره میاشت یې غیر اټومي بڼه د ایف شپاړس جنګي الوتکې په وسیله د نیویډا په دښتو کې غورځول شوی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top