په ننګرهار ولایت کې شپږ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار ولایت کې شپږ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې



د ننګرهار ولايت چارواکي په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وايي چې د دغه ولایت سره رود ولسوالۍ دشيخ مصري په ساحه کې تيره شپه وسله والو طالبانو دپوليسو په امنيتي پوسته بريد ترسره کړ چي د پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شول او په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د يادې ولسوالۍ پوليسو درې تنه د يو شمېر کسانو د قتل او ټپي کېدو په تور هم نيولي دي.
پوليسو دغه راز د بهسودو او بټي کوټ ولسواليو په مربوطاتو کې دوه کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او لمنځه وړي دي.
دغه راز په ورته وخت کې ګډو امنيتي ځواکونو د جلا ل اباد ښار دويمې ناحيې په مربوطاتو کې د پلټنې پر مهال په يو عراده سراچه موټر کې يو پايه مخابره ، يو خلطه نقاب او د کلاشينکوف يو شمېر مرمۍ له يو موټر چلوونکي سره يو ځای نيولي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top