ولسمشر غني، نوازشریف ته په یوه لیک کې د پارلمانونو تر منځ د خبرو وړاندیز کړی

image_demo_30



پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزير محمد نوازشریف ته لیک استولی او په هغه کې یې د دوو هېوادونو د پارلمانونو تر منځ د خبرو وړاندیز کړی دی.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې لومړي وزیر نوازشریف د افغان ولسمشر وړاندیز د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس سردار ایاز صدیق او د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.
راپورونه وايي، د پاکستان د ملي اسمبلۍ رييس پر دې موضوع له وړاندې د پارلمان له غړو سره خبرې پیل کړې دي.
دا هم ویل شوي چې د پاکستان د پارلمان یو پلاوی به د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ژر افغانستان ته سفر وکړي څو د دوو هېوادونو تر منځ اړیکې عادي او ترینګلتیا لږه شي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top