ننګرهار کې مدني فعالانو د لطيف پدرام او پاکستان پر ضد لاريون وکړ

ننګرهار کې مدني فعالانو د لطيف پدرام او پاکستان پر ضد لاريون وکړ



په ننګرهار سلکونو مدني فعالانو او ځوانانو د ډيورنډفرضي کرښې په اړه د ولسي جرګې د وکيل عبدالطيف پدرام څرګندونې وغندلې او پر ياده کرښه يې د پاکستاني حکومت له لوري د اغزن سيم تېرولو پرېکړې په تړاو مخالفت وښود.
ځوانانو او د مدني ټولنو استازو پر حکومت غږ وکړ، څو ټول هغه اشخاص مجازات کړي چې د ملي ګټو ضد څرګندونې کوي.
دوی پرون د جلال اباد ښار شېرزي لوبغالي کې راټول شول، تر پښتونستان واټ پورې يې د لاريون په ترڅ کې د پاکستان ضد شعارونه ورکړل او د ولسي جرګي غړی عبدالطيف پدرام يې د قانون په ماتولو تورن کړ. لاريون  کوونکو  له ولسي جرګې څخه د پدرام د ايستلو غوښتنه کوله.
د لاريون يو ګډونوال او د مشرقي د ځوانانو شورا غړي عبدالقدير بهار وويل چې د ډيورنډ نا منل شوې غير رسمي کرښه ده او د رسميت په اړه يې پرېکړه د يو شخص او د يو حکومت کار نه دی، بلکې د ولسونو پرېکړې ته  اړتيا لري.
هغه دغه راز د ولايتي شورا او  ملي شورا په غړو  هم نيوکه وکړه چې د ډيورنډ پر فرضي کرښې  د اغزن سيم تېرېدو باندې غلي پاتې دي او هېڅ غږ نه پورته کوي.
دغه راز يو بل لاريون کوونکي سباوون ملکزي وويل چې که ولسي جرګه او حکومت له لطيف پدرام څخه د دغه عمل پوښتنه ونه کړي او هم پر ډيورنډ خط د اغزن سيم تېرېدو په اړه غبرګونه څرګند نخ کړي؛ نو د ولسونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
دی وايي چې د ډيورنډ کرښه  هېڅ افغانانو نه منلې او نه به يې ومني او دا يې د تاريخ په اوږدو کې د کرښې له دواړو خواوو پښتنو سره يو لوی ظلم ياد کړ.
د لاريون په پای کې اته مادي پرېکړليک ولوستل شو چې عبدالطيف پدرام ته يې په کې د مجازاتو غوښتنه کړې وه او د ولسي جرګې پر وکيلانو يې غږ کړی، څو دا موضوع په جدي ډول تعقيب کړي.
پرېکړه ليک کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان له لوري د اغزن سيم لګولو پرېکړه غندل شوې او د پاکستان حکومت يې له نړيوالو اصولو پر سرغړونې تورن کړ.
په همدې حال کې ځوانانو د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکول او د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يې د داعش ځپونکو عملياتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top