روسيې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ

روسيې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ



د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ګډونوالو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.
د ١٢ هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې تېره ورځ غونډه جوړه شوې وه، خو امريکا په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار کړى و.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددې غونډې ګډونوالو د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د افغانستان د شخړې د هواري لپاره دې له تاوتريخوالي او زور زياتي څخه لاس واخلي او د ملي پخلاينې له پروسې سره دې يو ځاى شي.
سرچينې زياته کړې، د  غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې راوستو په موخه د کابل او د ټولنيز- سياسي حرکتونو او ګوندونو له هڅو څخه ملاتړ کوي او چمتو دي چې په دې بهير کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وړانديز کړى چې هېواد يې تيار دى، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه توب وکړي.
په ياده غونډه کې د افغانستان ، روسيې، چين، هندوستان، پاکستان، قزاقستان، قرغېزستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان استازو ګډون کړى و. د افغانستان په اړه دا درېيمه غونډه وه چې د مسکو په کوربه توب ترسره کېږي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، له دې غونډې يې موخه داوه چې د افغان سولې لپاره سيمه ييزو هڅو کې همغږي رامنځته کړل شي.
سرچينې زياته کړې، د  غونډې ګډونوالو په ازاده توګه خپل نظرونه شريک کړل او په سيمه کې د ترهګرو د خوځښتونو او فعاليتونو زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو د روسيې د هغه وړانديز هرکلى وکړ چې د افغان سولې لپاره يوه پراخ بنسټه تګلاره جوړه شي.
دغه راز ګډونوالو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکړي. 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top