ولسي جرګه په ننګرهار کې د امریکا وروستی هوايي برید څېړي

image_demo_30



ولسي جرګه وايي، په ننګرهار کې د داعش پر مرکز د امریکا له لوري د بم غورځولو مسئله دې د حکومت او ولسي جرګې د ګډ پلاوي له لوري وڅېړل شي.
پرون د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له وړاندیز وروسته عبدالروف ابراهیمي وویل چې د ولسي جرګې او حکومت ګډ پلاوی دې ننګرهار ته ولاړ شي او له نږدې دې دغه موضوع وڅېړي.
نوموړي زیاته کړه: "د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش او د ترهګرو پر مرکز د امریکا د برید په اړه د یو پلاوي د لېږلو په اړه ستاسو وړاندیز دقیق دی، د حکومت او ملي شورا یو ګډ پلاوی باید لاړ شي او د دغه پېښې د جانبي زیانونو، مرګ ژوبلې، اغېز او ټولو مسایلو په اړه دې څېړنې وکړي."
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز د امریکا له لوري د نړۍ د تر ټولو ستر بم غورځولو د ګڼو افغانانو او نړیوالو غبرګونونه پارولي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ادعا له مخې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د غورځول شوي بم په پایله کې ۹۴ داعشیان وژل شوي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې د یاد برید په نتیجه کې په اچین کې د داعش څو تونلونه هم ویجاړ شوي دي. افغان حکومت وايي چې دغه برید له دوی سره په همغږۍ شوی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top