د بې پولې ډاکټرانو ټولنه په کندهار کې روغتيايي مرکزونه جوړوي

image_demo_30



د بې پولې ډاکترانو ټولنه د کندهار په ډنډ او خاکرېز ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه جوړوي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي چې دغه څرګندونې د یادې ټولنې ساحوي مسوولې مېرمن جین ان او د کندهار د دفتر مشر ډانیل نورین له والي ډاکتر محمد همایون عزیزي سره په لیدنه کې وکړې.
مېرمن جین په دې لیدنه کې ویلي، غواړي د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د قدوس کارېز او د خاکرېز ولسوالۍ په لالک او ځیرک سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
هغې زیاته کړې، له دې لارې غواړي د کندهار له هغو اوسېدونکو سره مرسته وکړي چې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرس نه لري.
نوموړې په دې برخه کې د کندهار له والي د مرستې غوښتنه کړې ده.
ډاکتر محمد همایون عزیزي د بې پولې ډاکترانو ټولنې د دغه اقدام هرکلی کړی، خو غوښتنه یې کړې چې یاده ټولنه دې د روغتیايي مرکزونو لپاره مجهزې ودانۍ هم جوړې کړي.
ده دغه راز غوښتنه کړې چې دغه لړۍ دې د کندهار نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي؛ ځکه دلته د خلکو نفوس ته په کتو روغتیايي اسانتیاوې کمې دي.
که څه هم د بې پولې ډاکترانو ټولنې مخکې په روغتیايي برخه کې د کندهار له عامې روغتیا ریاست سره مرسته کوله خو دا لومړی ځل دی چې دغلته روغتیايي مرکزونه جوړوي.
په کندهار کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې ١٤ يې په شخصي پانګونه جوړ شوي.
له دې ډلې د کندهار د اوولسو ولسواليو په کچه ٥٠ دولتي او ٢ شخصي روغتيايي مرکزونه فعاليت لري، چې د چارواکو او خلکو په وينا کافي نه دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top