د اجرائیه ریاست یو سلاکار د اچین برید په تړاو د څرګندونو له امله ګوښه شو

image_demo_30



د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست ویلي، د دې ادارې سلاکار محمد داوود اساس د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې په تړاو د "نامسئوله څرګندونو" له امله له دندې ګوښه شوی دی.
د اجرائیه ریاست خبرپاڼه کې ویل شوي چې اساس د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په امر له دندې لرې کړای شوی دی.
سرچینه وايي: ((داوود اساس له رسنیو سره د حکومت او داعش په اړه نامسئوله خبرې کړې وې. حکومت له هر ډول تفکیک پرته له ټولو ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې جدي اقدامات کوي.))
نوموړي وړمه ورځ له یوه سیمه ییز ټلویزیون سره په خبرو کې، اچین ولسوالۍ کې د اسلام دولت (داعش) ډلې د اورپکو پر پټنځایونو د امریکايي ځواکونو له خوا د تر ټولو ستر بم غورځولو په تړاو د حکومت د دریځ پر خلاف څرګندونې کړې وې.
اساس په خپلو خبرو کې د دغه بم کارول غندلي و او هغه یې د افغانستان پر خاورې "تېری" بللی و.
د ده په وینا، که د "ټولو بمونو مور" له داعش اورپکو سره د مبارزې په هدف غورځول شوي وي، نو هلته بهرنیو او د افغانستان امنیتي ځواکونو کولی شول ځمکني عملیات وکړي.
ده ویلي وو: ((رییس جمهور خپل ملت ته ویلي و چې زه به داعش له جلال اباد نه ورکوم، بیا نو د بمونو د مور غورځول دا یو ناجایزه کار و او زه د افغانستان له حکومت نه چې نن یې کومه اعلامیه ورکړه، پر دې به تاریخ قضاوت کوي چې د بمونو مور ته زه د افغانستان پر پاکه خاوره هرکلی وایم.))
د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکزونو دغه لوی بم د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۴مه) په ځایي وخت ماښام ۷:۳۰ بجې وغورځول شو چې د افغانستان د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې د داعش د څلورو قوماندانانو په ګډون ۹۴ اورپکي په کې ووژل شول.
ځایي چارواکو او خلکو ویلي چې په دغه برید کې ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، دا هوایي برید له دولت سره په همغږۍ شوی او پر کومې سیمې چې دغه بم غورځول شوی پر ځمکه ماینونه خښ شوي وو او د ځمکنیو عملیاتو امکان نه و.
د امریکا دفاع وزارت په وینا، داعش جنګیالي هلته په اوږدو سمڅو او تر ځمکې لاندې استحکاماتو کې پټ شوي وو چې د له منځه وړلو لپاره یې دغه برید اړین و.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان وړمه ورځ د افغانستان له دفاع وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې د دغه برید پلوي وکړه. د امریکا دفاع وزارت هم وویل، د دغه لوی بم کارول د "هغو امریکایي او افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې خطر کمولو" لپاره و چې سیمه کې پر چاڼیزو عملیاتو بوخت و.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top