کابل ته د حکمتيار د راتلو برخه کې ډېرې ستونزې هوارې شوې دي

کابل ته د حکمتيار د راتلو برخه کې ډېرې ستونزې هوارې شوې دي



حزب اسلامي وايي چې دانجنير حکمتيار د راتګ په اړه تر ډيره  بريده ستونزې هوارې شوي او دولتي کمېسيون په دې برخه کې ورسره همکاري کوي.
د حزب اسلامي د فرهنګي او مطبوعاتي کمېسيون مشر قريب الرحمن سعيد د وري په ٢٦مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې د ګوند مشر حکمتيار به ډېر ژر په کابل کې راڅرګند شي.
هغه زياته کړه چې کابل ته د حکمتيار د راتلو په برخه کې تر ډيره بريده ستونزې هوارې شوې او د دولت او حزب  ګډ کمېسيونونه په دې اړه په پوره اخلاص سره کار کوی .
د سعيد په وينا، د افغانستان دولت مسوولين او مؤظف کسان په دې اړه د زړه له  اخلاصه هلې ځلې کوي چې د همدې ګډې همکارۍ له مخې به پاتې ستونزې هم په ډېر لنډ وخت کې هوارې  شي.
نوموړي وويل چې د بنديانو په موضوع کې هم پرمختګونه شوي او ټاکل شوې ده چې په روانه اونۍ کې به د حزب اسلامي پلاوى په بګرام کې له خپلو زندانيانو سره وګوري. هغه وايي چې څه موده مخکې دغه پلاوي په څرخي پله زندان کې هم له زندانيانو سره کتلي او له هغوى يې ضمانتونه اخيستي دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top