د برمل سلګونو خلکو د پاکستان د نوو جوړېدونکو تاسیساتو په غبرګون کې لاریون وکړ

image_demo_30



د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د انګورو اډې په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د تاسيساتو جوړولو په غبرګون کې لاريون وکړ.
څلور ورځې وړاندې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا د انګورو اډې په سيمه کې د تاسيساتو پر جوړولو لاس پورې کړى دى.
د پاکستاني پوځيانو د دې کړنې پر وړاندې د برمل ولسوالۍ د انګورو اډې سيمې سلګونو اوسېدونکو پرون د وري په ٢٦مه لاريون وکړ.
د لاريون کوونکو له ډلې قومي مشر حاجي قدرت الله پژواک خبري اژانس ته ويلي چې حکومت بايد هر څه ژر په دې سيمه کې د پاکستان د پوځي تاسيساتو جوړولو مخه ونيسي.
ده ويلي: ((که حکومت په دې اړه اقدام وکړي نو ټول ملت يې تر شا ولاړ دى.))
بل لاريون کوونکي نورالله ويلي چې پاکستاني پوځيانو يوه  پوسته دوه ورځې وړاندې جوړه کړه او د بلې پوستې د جوړونې چارې يې پرون پيل کړې دي.
هغه زياته کړې: ((موږ په باډر بازار کې لاريون وکړ، د کرښې د دواړو غاړو خلکو په کې برخه اخيستې وه نږدې زر کسان وو.))
ده ويلي، که حکومت د پاکستان د دې کړنې مخه ونه نيسي خو عام خلک به لاس په کار شي.
په انګورو اډه سيمه کې د سرحدي پوليسو د اتم کنډک قوماندان صديق الله منګل ويلي چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې پوسته جوړه کړې ده.
ده ويلي چې په دې سيمه کې اوسمهال يوازې سرحدي ځواکونه دي او د نورو ځواکونو شتون ته هم اړتيا ده.
د هغه په وينا، پاکستاني پوځيانو لومړى پوسته درې سوه متره مخکې او دويمه پوسته يې پنځه سوه متره مخکې د افغانستان په خاروه کې جوړه کړې ده.
د پکتيکا نور چارواکي په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کوي.
شاوخوا يو کال وړاندې پاکستاني پوځيانو په انګورو اډې سيمه کې يوه دروازه او ځيني نور پوځي تاسيسات د افغانستان په خاوره کې جوړ کړل چې بيا د تېر کال د غبرګولي په مياشت کې افغان لوري ته ورکړل.
تر دې مخکې د برمل ولسوالۍ د ځينو سرحدي سيمو اوسېدونکو ويلي وو چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې تر ٢٠ کيلومترو پورې مخکې راغلي او پوځي تاسيسات يې جوړ کړي دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top