پاکستان پر کونړ ۴۹ توغندي ورولي دي

پاکستان پر کونړ ۴۹ توغندي ورولي دي



د کونړ چارواکي وايي چې پاکستان یو ځل بیا هم پر دغه ولایت توغندي ورولي دي.
د کونړ امنیه قومانداني وايي چې پاکستاني پوځیانو د دغه ولایت په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو ۴۹ راکټونه ورولي دي.
سرچینه زیاتوي چې په یادو بریدونو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د خلکو کرنیزو محصولاتو ته یې زیانونه اړولي دي.
د یادو راکټونو له جملې ۳۲ هغه یې پر سرکاڼو او ۱۷ نور د خاص کونړ په ساحو کې لګیدلي دی.
مرکزي حکومت په دې اړه تر اوسه څه ندي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top