ننګرهار کې د بمونو مور قربانیانو شمیر ۹۴ تنو ته ورسید

ننګرهار کې د بمونو مور قربانیانو شمیر ۹۴ تنو ته ورسید



د ننګرهار په اچین کې د امریکایانو له خوا د بمونو مور استعمال له امله تر اوسه د ۹۴ تنو داعشیانو جسدونه پیژندل شوي دي.
دا شمیره په ننګرهار کې افغان چارواکو اعلان کړې ده، او زیاته کړې یې ده چې ۵ تنه د داعش مهم قوماندانان هم پکې پېژندل شوي دي.
تر پرونه د دغو وژل شوو شمیر ۳۵ تنو ته رسیده چې ناڅاپه یې نن شمیره له ۹۰ تنو هم پورته شوه.
دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر کرزي د یاد برید په اړه سخت غبرګون وښود.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top