حامد کرزی: امریکا به له هیواده وباسم

حامد کرزی: امریکا به له هیواده وباسم



د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د ملي محور ګوند له لوري د ډیورنډ کرښې په اړه جوړه شوې غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې تصمیم یې نیولی امریکا له افغانستانه وباسي.
نوموړي وویل چې د ده له واکمنۍ لږه موده وروسته د ننګرهار ځینې قومي مشران لیدنې ته ورغلي وو او ورته ویلي یې وو چې دوی له خپلو مېنو ویستل کیږي او پر ځای یې داعش هلته میشتیږي چې نه هم امریکا او نه هم افغان ځواکونه کوم غبرګون ښیي، خو اوس زه پوه شوم چې یاد وګړي د دې لپاره له سیمې ویستل کیدل چې هلته د نړۍ تر ټولو ځواکمن بم ازموینه تر سره شي.
ښاغلي کرزي دولت په ملي خیانت تورن کړ او ویې ویل چې امریکا زموږ خاورې او خلکو ته بې احترامي کړې ده.
نوموړي وویل چې تېره شپه یې د افغانستان د یو فرد په حیث له ځان سره تصمیم ونیوه چې امریکا به له افغانستان څخه شړي.
د یادې غونډې مکمل راپور به د روهي وېبپاڼې له لوري وروسته خپور شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top