هلمند کې ماین چاودنې ۱۱ ملکیان شهیدان کړي دي

هلمند کې ماین چاودنې ۱۱ ملکیان شهیدان کړي دي



د هلمند چارواکي وايي چې د سرک غاړې یوه ماین د چاودنې له کبله ۱۱ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
دا چادونه پر هغو کسانو شوې ده چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه څخه د ناوې ولسوالۍ پر مسیر په حرکت کې وو او موټر یې پر ماین برابر شوی دی.
ویل کیږي چاودنه په هغه ځای کې رامینځ ته شوه چې دوه ورځې مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا له طالبانو تصفیه شوه.
چارواکي وايي چې له یادې سیمې طالبانو تر وتلو وروسته ماینونه ښخ کړي دي چې امنیتي ځواکونه یې پر پاکولو او شنډولو بوخت دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top