د لویې پکتیا ځدراڼ؛ حقاني شبکه به د سولې خبرو ته وهڅوي

image_demo_30



د شنبې په ورځ د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ۱۱ ځدراڼ میشتو ولسوالیو مشرانو په خوست کې د یوې غونډې پرمهال د ځدراڼو د سرتاسري شورا د جوړیدو اعلان وکړ.
د دې شورا مشران وایي، لومړنۍ هڅې به یې د قومي یووالي رامنځته کول او له وسله والو سره د سولې خبرې وي.
د دې شورا یو مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ وایي، د دوی یووالي د دې زمینه برابروي، چې حقاني شبکې سره د سولې خبرې وکړي.
هغه وایي، د حقاني شبکې په مشرۍ کې ځدراڼ دي او د دې سیمې دیني عالمان او قومي محور کولی شي، چې د حقاني شبکې مشران په قومي زور له جګړې راوګرځوي او له دولت سره یې د سولې خبرو ته کېنوي.
د دې شورا غړی او انصاف ګوند مشر احمدشاه ځدراڼ وایي، د دوی یووالي د لویې پکتیا او د هېواد په کچه د وحدت او ثبات لپاره اغېزناک تمامیدای شي.
نوموړی وایي، که وسله وال مخالفین د سولې خبرې ونه مني، نو دوی به خلک وهڅوي، څو له سرحدونه دفاع وکړي او په خپلو سیمو کې د ورانکارو د فعالیتونو مخه ونیسي.
د دې شورا غړې دغه راز په ملي یوالي حکومت نیوکه کوي، چې لویې پکتیا ته یې هیڅ پام نه دی کړی او  په حکومت کې د ځدراڼو د کدرونو ځای پرځای کولو ټینګار کوي.
په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د ځدراڼو ۱۱ ولسوالۍ تر ټولو ناامنه سیمې دي او تر ډېره د دولت وسله وال مخالفین او د حقاني شبکه پکې فعال  دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top