د کاپیسا والي: د طالبانو ۹۰ سلنه تجهیزات له دولتي سرچینو ترلاسه کیږي

image_demo_30



د کاپیسا والي اسدالله خالد هاشمي وایي چې د طالبانو ۹۰ سلنه جنګي تجهیزات له دولتي سرچینو او د امنیتي ځواکونو دننه منابعو څخه تر لاسه کوي.
نوموړي دا رد کړې چې د طالبانو ټول اکمالات له پاکستان څخه کیږي.
هاشمي وايي چې د امنیتي ځواکونو په دننه کې داسې کسان شته چې طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي خو د کورنیو چارو وزارت یادې ادعاوې رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده پخوا د ملي امنیت ریاست په بادغیس کې ځینې پولیس پر طالبانو د وسلو خرڅولو په تور نیولي وو.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top