داعش په نښه کول، که د زور ازموینې ډګر؟

image_demo_30


هغه جګړه چې په لږ لګښت پرې بریا تر لاسه کېدای شي، ولې یې په درنه بیه غرامت پرې شي؟ که د نړیوال ذهنیت بدلول ترې هدف وي؟ نو بیا خو نورې لارې هم وې، چې ګټه ترې اخستل شوې وی او که په رښتیا هم موخه یې د داعش له منځه وړل وي، بیا هم دغه کړنلاره منطقي نه ده .
د امریکا متحده ایالات چې د ډونالډ ټرمپ په امر یې د افغانستان د اچین په سیمه کې له جي بي یو ۴۳ بم ( د بمونو مور ) څخه په افغانستان کې کار واخېست، دغه بم په ۲۰۰۳ کال کې یو وار یواځې ازمویل شوی و او دادی دوهم وار یې زموږ په خاوره کې د نړیوال ذهنیت د بدلولو په موخه و کاروه .
له دې وړاندې په سیمه کې داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې داعش د امریکا د پروژو یوه برخه ده، نو ښایې امریکا یان به نړیوالو ته دا ښیي چې دوی د داعش د له منځه وړلو په تکل له هر ډول ممکنه لارو ګټه اخلي تر څو داعش وځپي .
د امریکا او روسیې تر منځ د سیاسي اړیکو خړ پړ والی او په افغانستان کې د امریکایانو د شتون په اړه د روسیې د نظر بدلون هم د داعش سره د مبارزې پر سر رامنځته شو او په دې وروستیو کې روسیه په خپلو څرګندونو کې تر بل هر وخت جدي ښکارېده .
پوښتنه دا ده چې رښتیا هم د داعش پر وړاندې مبارزې ته د دغه ډول درنو بمونو کارونې ته اړتیا وه؟ په داسې حال کې چې د داعش د شمېرې په اړه ویل کیږي، چې له پنځه سوو نه تر اته سوو پورې کسان په دې ډلې کې په افغانستان کې فعالیت کوي ؟
که رښتیا هم د داعش پر وړاندې مبارزه د امریکا موخه وي، نو د دغه شمېر کسانو سره مبارزه به د ځمکې له لارې څومره ځواک ته اړتیا ولري، چې په هېواد کې داعش ډله تس نس کړي ؟
زموږ په باور، په افغانستان کې د داعش ځواک ته په کتو سره د دوی پر وړاندې د مبارزې لار دا نه ده ، چې د دوی سره په مبارزه کې دې د بمونو مور و کارول شي، دلته داعش نه هغومره ځواک لري او نه هم هغومره سیمې په واک کې لري، چې دغه کړنلاره دې د دوی پر وړاندې عملي شي .
زموږ په باور، د امریکا دغه کړنه د دې پر ځای چې نړیوال ذهنیت بدل کړي، نورې پوښتنې را ولاړوي، چې هېواد به مو د لویو او قدرتمندو دولتونو د لویو وسلو او بمونو د ازموینې په ډګر بدل کړي .
دلته پرته له دې چې د ذهنیت بدلولو خبره رامخته کیږي، تر څنګ یې امریکا غواړي چې نړۍ او د سیمې هېوادونو ته زور ښودنه وکړي، چې هره هغه سیمه او هر دولت چې د امریکا د ګټو پر خلاف ودریږي، دوی د دې توان لري چې مخامخ یې په نښه کړي .
د اندېښنې وړ خبره دا ده، روسیه چې داعش د ځان لپاره په سیمه کې ستر خطر ګڼي او اوسمهال د امریکا سره د زور ازموینې په ډګر کې میدان ته راوتلې، نو که روسیه هم د داعش پر وړاندې ورته اقدام وکړي، نو هېواد به مو د قدرتمندو دولتونود تسلیحاتي زور ازموینې په ډګر بدل نشي ؟
لیکنه : نظیف الله نظیف

 


tags

ستاسې تبصرې

*

Top