اتمر: له وسله والو سوله نه غواړو بلکه سولې ته یې مجبوروو

image_demo_30



د افغانستان د ملي امنیت مشاور وايي چې د دولت له وسله والو مخالفینو سوله نه غواړي بلکه سولې ته یې په مجبوروو.
نوموړي دغه خبرې په ننګرهار کې د افغان پوځیانو څخه د یوې لیدنې پر مهال وکړې.
نوموړي ویلي چې سولې ته مجبورول په دې مانا چې هیڅوک هم نه شي کولی د جنګ له لارې پر افغانانو لاسبري شي.
اتمر زیاته کړې چې په ټول زور او قوت سره به د وسله والو او د دوی د بهرنیو همکارانو پر وړاندې جګړه کوو تر څو هغه افغانان چې په دغو ډلو کې شامل دي سولې ته مجبور شي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top