امریکا په افغانستان کې د بمونو مور وازمایله

image_demo_30


د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د ننګرهار په اچین کې یې د داعش پر ضد عملیاتو کې تر ټولو لوی غیر هستوي بم استعمال کړی دی.

نوموړی بم چې جي بي یو۴۳ نومیږي چې ۹ متره اوږدوالی او ۱۰زره کیلوګرامه وزن لري چې د بمونو د مور په نوم هم یادیږي او لومړی ځل دی چې د جګړې په ډګر کې ازمویل کیږي.

امریکایي ځواکونه وايي چې یاد بم یې د داعش د سمڅو او غارونو د له مینځه وړلو او په دوی کې د وحشت خپرولو لپاره کارولی دی. د پنټاګون بیانیه زیاتوي چې دا کار یې د داعش له خوا د افغان او امریکایي ځواکونو د تلفاتو کمیدلو په خاطر هم کړی دی.

د امریکا ولسمشر ویلي دي چې پوځ یې کامله ازادي لري تر څو د دښمن پر وړاندې هر ډول وسله وکاروي.

ټرمپ چې خبریالانو ته یې خبرې کولې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د یاد بم کارول د شمالي کوریا د خبرداري لپاره نه وو؟ په واضح ډول څرګندونې ونه کړې بلکه یوازې ویې ویل چې د شمالي کوریا مشکل به هم حل شي.

له بلې خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یاد کار په کلکو ټکو غندلی دی.

نوموړي په خپل ټویټر حساب کې لیکلي دي چې دا کار د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه نه بلکه زموږ له هیواد څخه د خطرناکو نویو وسلو د ازمویلو لپاره غیر انساني کار اخیستل دي.

له چاپان څخه وروسته چې د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال پرې دوه لوی اتومي بمونه وغورځول شول د امریکا له خوا لومړی ځل دی چې دومره لوی غیر اټومي بم په افغانستان کې وکارول شو.


tags

ستاسې تبصرې

*

Top