حامد کرزي د امريکایانو لخوا په ننګرهار کې د لوی بم د کارولو غندنه وکړه

حامد کرزي د امريکایانو لخوا په ننګرهار کې د لوی بم د کارولو غندنه وکړه



د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر لخوا، د ننګرهار ولایت د اچين په ولسوالۍ کې د تر ټولو لوی غير اتومي بم د کارول په کلکو ټکو غندلي دي.
په خبرپاڼه کې په یاده سيمه کې د امريکا لخوا د MOAB ډوله لوی بم، چې تر اټومي بم وروسته تر ټولو لوی بم ګنل کيږي او لومړی ځل د جګړې په ډګر کې آزمويل کيږي، غندلي او د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکې او د ژوند چاپريال نقضول يې بللي.
ولسمشر کرزي دغه برید د ترهګرۍ پر ضد جګړه نه، بلکې د افغانستان له خاورې نه د خپلو وسلو د ازمويلو لپاره کار اخيستل بللي او زياته کړې، چې دا د افغانانو دنده ده، چې د دې ډول اعمالو مخنيوی وکړي. 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top