پکتیکا د کانکور ازموینه کې یوازې دوو نجونو ګډون کړی و

پکتیکا د کانکور ازموینه کې یوازې دوو نجونو ګډون کړی و



نن د پکتیکا مرکز ښرنه کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه چې ۹۰۰ تنو زده کوونکو پکې ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی دی چې په یاده ازموینه کې یوازې دوو تنو نجونو ګډون کړی و.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې په پکتیکا کې د کانکور ازموینې لپاره ۱۰ نجونو نومونه ثبت کړي وو چې له جملې یې یوازې دوه تنه په ازموینه کې حاضرې شوې.
پکتیکا د امنیتي او ناسمو رواجونو له کبله د لوستو اناثو له نیږدې نشت سره مخ ده.
له دې پخوا خبرونه خپاره شوي وو چې په تیرو ۱۵ کلونو کې د پکتیکا له ښوونځیو یوازې ۲۰ نجونه فارغې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ښرنې په مرکزي روغتون کې یوازینۍ ښځمنې ډاکټرې هم خپله دنده پریښودلې او کابل ته تللې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top