دفاع وزیر د خالد په نامه پسرلنیو عملیاتو د پيل اعلان وکړ

image_demo_30



د هیواد ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي چې په هرات کې یې د افغان ملي اردو له ځواکونو لیدنه کوله د دولت وسله والو مخالفینو پر وړاندې د خالد په نامه پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړ.
نوموړي ویلي دي چې وسله وال مخالفین به د تیر کال په پرتله په ډېر زور خپلو جګړه اییزو حرکاتو ته ادامه ورکړي خو په مقابل کې به یې د وسله والو پر وړاندې افغان ځواکونه په بیلابیلو جنګي وسایلو تجهیز کړل شي او اجازه به ورنکړي چې دښمن خپلې شومې موخې ته ورسیږي.
نوموړي ویلي چې افغان ځواکونه د تیر په پرتله زیات ځواکمن شوي دي او د عملیاتو د تر سره کولو وړتیا یې لوړه شوې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top