لغمان کې ۸ تنه وسله وال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي

image_demo_30



د لغمان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د لغمان ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان ځواکونو د الماس ۲ په نامه عملیاتو کې چې د دولت مخالفینو د ځپلو او د کوکنارو د کښتونو له مینځه وړلو په موخه تر سره کیدل د مرکز اړوند عمرزیو سیمه کې ۷ تنه وسله وال شوي دي او ۲ نور یې ټپیان شوي دي.
له بلې خوا د همدې ولایت د میدانیو په سیمه کې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې په ترڅ کې یو وسله وال خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور یې ټپیان دي.
خپرپاڼه لیکي چې په یادو عملیاتو کې ۳ تنه امنیتي سرتیري هم ټپیان شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top