ارزګان کې روسان له طالبانو سره د ډاکټرانو په جامو کې لیدل شوي

image_demo_30



د اروزګان امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ او د ګیزاب ولسوالۍ په سرخاب سیمه کې روسي وګړي له طالبانو سره د ډاکټرانو په جامو کې لیدل شوي دي.
د روسانو دا ګروپ چې ۱۱ کسان دي او دوه میرمنې هم ورسره دي په داسې حال کې په اروزګان کې لیدل شوي دي چې ۴ طالبان ورسره مله وو او د دوی امنیت یې نیولی و.
د ارزګان امنیه قوماندان ویلي دي چې دوی د یاد ګروپ د فعالیت راپور مرکزي دولت ته لیږلی دی او همدارنګه یې دا خبره له امریکایانو سره هم شریکه کړې ده.
یاد چارواکی وايي چې د معلوماتو پر بنسټ روسان له طالبانو سره د سرتیرو په استخدام، روزنه، د ماینونو ځای پر ځای کولو او برخو کې مرستې کوي.
مرکزي دولت او د په افغانستان کې د روسیې سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top