د کابل د پرون ورځني برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست

image_demo_30



په کابل کې د تيرې ورځې ځانمرګي برید پړه د داعش ډلې پر غاړه واخيسته، چې په دغه برید کې ۵ تنه ووژل شول او ۱۰ هم ټپیان دي.
د داعش ډلې په خپله ويبپاڼه «اعماق» کې د دغه برید مسؤليت منلی.
چاودنه تیر مازدیګر، د دوهمې امنيتي حوزې او د چارو ادارې سره رامنځته شوه. د رېپوټونو له مخې، چې د برید موخه دولتي موټر و، خو ځانمرګي مخکې له وخته د چاوديدونکو توکو ډک واسکټ ته چاودنې ورکړه.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top