زاخیلوال: ځینې طالبان پوهیدلي چې د جګړې وسیله ده

image_demo_30



په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخیلوال وايي ځینې طالبانو ورسره اړیکه نیولې ده چې دوی غواړي په هیواد کې د سولې راتللو لپاره له جګړې لاس اخلي.
زاخیلوال چې د هغو خبرو په ترڅ کې چې په پښتونخوا کې یې د ستنیدونکو کډوالو له یوه مرکز څخه د لیدنې پر مهال کولې ویلي چې یاد طالبان پر دې پوهیدلي دی چې د جګړې د وسیلې په توګه ترې کار اخیستل کیږي او دا جګړه زموږ خپله نه بلکه له بهره پر موږ تپل شوې ده.
نوموړی وايي افغان دولت هغو طالبانو ته چې له جګړې لاس اخلي او کورنیو ته یې د خوندیتوب ډاډ ورکوي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top