پکتیکا کې افغان ځواکونو د پاکستاني تاسیساتو جوړولو مخنیوی کړی

image_demo_30



افغان امنیتي سرچینې وايي چې افغان سرحدي ځواکونو د پکتیکا ولایت انګور اډې په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له لوي د تاسیساتو جوړولو مخنیوی کړی.
پاکستاني پوځ غوښتل د پکتیکا برمل ولسوالۍ مربوطاتو انګور اډې په سیمه کې پوستې جوړې کړي چې د افغان سرحدي ځواک له خوا یې مخه نیول شوې ده، وروسته له هغې افغان ځواکونه او پاکستانیان په ساعتونو یو بل ته په مورچلو کې ناست وو خو جګړه نه ده نښتې.
ځایي اوسیدونکي وايي چې که یاده ستونزه هواره نشي نو د جګړې امکان شته او دوی به د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ د پاکستان د تیري پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top