د ننګرهار ولايت  کې په سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

د ننګرهار ولايت  کې په سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه



د ننګرهار چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې سلګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
په خبر پاڼه کې راځي چې د کوکنارو د له منځه وړلو ياد کمپاين د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت د پلان او د سلاکار وزير او ننګرهار والي په لارښونه پيل شوی ، چې د دوشنبې په ورځ د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو سيمه کې په سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.
ياد کمپاين ، چې د غني خېلو ولسوال عبدلوهاب مومند په مشرۍ ترسره شو د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار، دنازيانو ولسوال معلم معشوق ، د لعلپورې ولسوال قاضي طارق ، د ملي اردو دويم کنډک قوماندان قنداغا ساپي او ديادو ولسواليو امنيې قوماندانانو يې ملتيا کوله.
مسوولين وايي: د کوکنارو د لمنځه وړلو دغه کمپاين به تر هغې دوام وکړي ، څو په شينوارو زون کې ټارګيټ شوي کوکنار لمنځه يووړل شي.
له بلې خوا د یاد ولایت د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د کمپاین په ترڅ کې ۱۲۰ جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه یوړل شول او یاده ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه .
 
د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو قریه کې د سې شنبې په ورځ کمپاین ترسره شو،چې په ترڅ کې په یو سلو شل جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه یوړل شول او سیمه د یاد ناوړې کښت څخه پاکه شوه .
 
د چپرهار ولسوال نعمت الله نورزي په مشرۍ ترسره شوي کمپاین کې، د ولسوالۍ امنیه قوماندان،د ملي اردو اول کنډک درېیم ټولي قومندان،عامه نظم پولیسو قوماندان، امنیت مدیر او یو شمیر نورو هم ګډون درلود .
 
 
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top