طالبانو په فراه کې ۲۵ روغتیایي مرکزونه تړلي

image_demo_30



د فراه ولایتي مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې ۲۵ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.
یاد مرکزونه په شیب کوه، پشت کوه، بالابلوک او خاک سفید ولسوالیو کې تړل شوي دي.
د فراه والي ویاند ویلي دي چې طالبانو څه موده پخوا د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست ته امر کړی و چې په یادو مرکزونو کې د جراحۍ برخه پرانیزي خو د نوموړي ریاست له خوا یې غوښتنه رد شوې ده چې په غبرګون کې یې طالبانو۲۵ مرکزونه د ناروغانو پر مخ وتړل.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top