کابل کې د کورنیو چارو وزارت دوه کارکوونکي وژل شوي

image_demo_30


د کابل پولیس وايي چې نن سهار مهال یې دوه تنه کارمندان د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

پیښه د ۵مې امنیتي حوزې په مربوطاتو رامینځ ته شوې ده، چې د ۱۰۱ اسمایي زون قوماندانۍ له خوا هم تایید شوې ده.

د یادې قوماندانۍ ویاند ویلي دي چې په دې اړه د پولیسو پلټنې دوام او دا یې د ترهګرو او هیواد د دښمنانو کار وباله.

تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.


tags

ستاسې تبصرې

*

Top