د تورخم- جلال اباد سړک دریمه برخه هم جوړیږي

د تورخم- جلال اباد سړک دریمه برخه هم جوړیږي



د تورخم ـ جلال اباد دويم لين سړک دوه برخې جوړې شوي او درېيمه برخه به يې په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړه شي.
د ننګرهار ولایت د ټولګټو چارو رئيس ضابط خان منګل وايي د دغه سړک دچارو دګړنديتوب په موخه يې دهغو موانعو په لرې کولو لاس پورې کړی چې د دې سړک په اوږدو کې شتون لري.
منګل وويل: چې د جلال اباد ښار له عيدګاه جومات نه تر ثمرخېلو پورې د سړک دواړو لورو ته موانع شتون لري،چې په وينا يې وسايط يې له ستونزو سره مخ کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي ادارې په لارښوونه يې لومړی د ملي ا ردو د څلورمې پلې لوا مخې ته لګېدلي سيمټي ديوالونه لرې کړې ،چې وروسته به دهوايي ميدان مخ ته ايښودل شوې موانع هم لرې کړي.
ده وويل، چې دتورخم جلال اباد دويم لين سړک چارې دوه برخې بشپړې شوي او يوه برخه يې پاتې ده ،چې پاتې چارې به يې هم په څلورو مياشتو کې بشړې شي.
د ټولګټوچارو رئيس زياته کړه له عيدګاه جوماته تر هوايي ميدانه د دواړو سړکونو په منځ کې دګل دان جووړلو چارې هم پيلېږي چې د سړک روښانه کولو لپاره به برېښنايي پايه ګانې هم ولري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top