د افغانستان خبریالانو ټولنې د ولسمشر له برخورد څخه اندیښنه ښودلې

image_demo_30



د افغانستان د خبریالانو ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولمسشر له هغه برخورد څخه اندیښنه وښوده چې د ځینو خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ورنکړل.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولمسشر اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون څخه چې په خپل لاس یې توشیح کړی دی سرغړونه کوي.
د ولسمشر له سفر څخه وروسته په رسنیز کنفرانس کې له خبریالانو غوښتل شوي وو تر څو یوازې د نوموړي د سفر په اړه پوښتنې وشي او ځینو خبریالانو ته چې غوښتل یې له یادې موضوع بهر پوښتنې وکړي اجازه نه وه ورکړل شوې.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top