ننګرهار کې څلرويشت داعش وسله وال وژل شوي

image_demo_30



د ننګرهار ولايتڅخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایتپه اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې په تيرو څلرويشت ساعتونو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۲۴داعش وسله وال وژل شوياو درې نور ټپیان دي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې د اچين ولسوالۍ  په مزدکي سيمه کې د پوليسو ځانګړې قطعې عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې نهه داعش وسله وال وژل شوي او جسدونه يې په سيمه کې پاتې شويدي.
په ورته وخت کې د يادې ولسوالۍ په بټن او شډل سيمه کې د هوايي بريد په پایله کې اته داعشيان وژل شوي.
دغه راز د هسکې مېنې ګورګورۍ سيمه کې هم د هوايي بريد په ترڅ کې اووه داعش وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شويدي.
چارواکي وايي چې د عملیاتواو هوايي بريدونو پر مهال د داعش وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top