چارواکي: ارزګان کي به۸۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه شي

چارواکي: ارزګان کي به۸۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه شي



ارزګان چي یوزراعتي ولایت دی کرونده ګرو يي سږکال په پراخه کچه کوکنار کرلي دي.
په دغه ولایت کي دکوکنار د له منځه وړلو کمپاین پیل سوی او تر ۸۰۰ هکټاره ځمکه به له کوکنارو پاکه شي.
ارزګان کي په پراخه کچه کوکنارو کرل سوي خو د له منځه وړلو کمپاین يي هم پیل سوی.
دارزګان ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان وايي چې په ارزګان ولایت کي سږکال که څه هم کوکنار په زیاته اندازه کرل سوي خو ۸۰۰ هکتاره ځمکه به له کوکنارو پاکه سي.
نوموړی وايي چې دکوکنارو د له منځه وړلو کمپاین يي پیل  کړی او تر مهاله په تالاني،حرم شاه او یک لینګه سیمو کي ۱۰۰هغه ځمکه له کوکنارو پاکه سوي چې تازه له وسله والو طالبانو تصفیه سوي دي.
ښاغلی پټان وايي دوی هڅه کوي چې له کوکنارو څخه په پاکو سوو سیمو کي پرمختیايي پروژي پلي کړي.
کوکنار نه یوازي دا چي په نا امنه سیمو کي کرل سوي بلکي دامنیه قوماندانۍ او ولایت مقام په څو سوه مترۍ کي هم په پراخه کچه کوکنار کرل سوي دي.
دارزګان ولایت د نشه يي توکو پروړاندي د  مبارزي ریاست رئیس محمد ظاهر سالاري د کوکنارو اړولو پرمهال وویل چې په ارزګان کي دکوکنارو دکښت د ډيریدو اصلي لامل نا امني ده خو وايي چې دوی په امن سیمو کي دکوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی او دکوکنارو اړولو په بدل کي دوی هڅه کوي چې انکشافي پروژي ورته پلي کړي.
دیادوني وړ ده چې دولایتي شورا غړو له دي وړاندي ویلي وه چې په ارزګان ولایت کي په ۸۰ سلنه خاوره باندي کوکنار کرل سوي دي.
کروند ګرو په وار وارر ویلي چې که دولت ورته دکوکنارو ښه بدیل ولټوي دکوکنارو له کښته څخه به لاس واخلي خو دولت يي هم تر اوسه په داسي بدیل ندی توانیدلی چئ دکوکنارو یو ښه بدیل ووسي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top