په خوست کې د ښځو لپاره د مدافع وکیلانو دفتر پرانستل شو

image_demo_30


په خوست کې (عدالت د ټولو لپاره) بنسټ له لورې د ښځو د حقونو د خوندي کولو په موخه د مدافع وکیلانو دفتر فعالیت پیل کړ.

د دغه بنسټ یو مسؤل اکرم افضلي وایي، دوی په لومړیو کې دوه مدافع وکیلان ولري، چې په خوست کې به په عدلیي او قضایي ارګانونو کې د ښځو اړوند قضیې مخته وړي او د ښځو له ټولو هغو حقونو به دفاع کوي، چې اسلامي شریعت او د افغانستان اساسي قانون هغوی ته ورکړې وي.

خوستۍ میرمنې په دې ولایت کې د ښځو لپاره د مدافع وکیلانو دفتر جوړول جدي اړتیا بولي.

د ښځو چارو یوه فعاله کامله اکبري وایي، پخوا به چې ښځو کومې قضیې درلودې، نو ډیرې به له ستوونزو سره مخ وې او سم عدالت ورسره نه کیده، خو هغه زیاتوي، اوس به  د مدافع وکیلانو په مرسته خپل حقوق ترلاسه کوي.

د یادونې وړ ده، په خوست کې ډیرې کمې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیې دي، چې عدلیي او قضایي ارګانونو ته رسیږي، ډیرو قضیو ته په کورنیو کې د عرف او دودونو له مخې رسیده ګي کیږي.

 

C:UsersRohiDownloadsIMG_5376.JPG

 


tags

ستاسې تبصرې

*

Top