واشنګټن پوسټ: په افغانستان کې د وزګارتیا کچه ۴۰ سلنې ته رسيدلې

image_demo_30



د واشګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي: سره له دې چې افغانستان پر اوږدمهالي پروژو او سیمه ييزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې پانګونه کړې، خو بیا هم د وزګارتیا کچه ۴۰ سلنې ته رسیږي او پلازمېنه کابل، د سوالګرو، معتادينو او ورزګارو خلکو نه ډک دی.
ورځپاڼه زياتوي، وروسته له هغې چې زیات بهرني پوځیان له افغانستان نه ووتل، ډير تړونونه بیا نوي نه شول او له دې سره د هېواد اقتصاد ته زيان ورسيد.
واشنګټن پوسټ ليکي، چې افغانستان د نړۍ له خوارو هېوادونو څخه دی، چې د سړي سر عايد يې د کال ۱۸۰۰ ډالره دی او له دې سره د سواد ټيټه کچه او د روغیتایي خدمات کموال هم شتون لري.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top