کندهار: د بولدک او چمن پر لاره به د ریل پټلۍ جوړه شي

کندهار: د بولدک او چمن پر لاره به د ریل پټلۍ جوړه شي



د کندهار ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د سپین بولدک او همدارنګه چمن تر مینځ به د ریل ګاډي پټلۍ جوړه شي.
چارواکي وايي چې دغه پټلۍ به ۱۱ کیلومتره اوږدوالی ولري چې د سوداګرو ګڼې ستونزې به ورسره حل شي.
د دغه پټلۍ جوړیدو چارې پخوا د ځینو ستونزو له امله ټکنۍ شوې وې خو د کندهار ټولګټو چارو رییس ویلي دي چې ډېر ژر به پرې بېرته کار پیل شي.
نوموړي ویلي دي چې د دې پټلۍ تر څنګ به په دغه ولایت کې یو شمېر سرکونه هم جوړ شي او خلک به هوسا شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top