لوګر: چارواکو د ځمکې د غصب په تور ۹۸ تنه نیولي دي

لوګر: چارواکو د ځمکې د غصب په تور ۹۸ تنه نیولي دي



د لوګر چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ۴زره جریبه ځمکې د غصب په تور ۹۸ کسان نیول شوي دي او ځمکې هم ترې بېرته اخیستل شوي دي.
د لوګر والي ویاند وایي چې د جګړو تر څنګ په دغه ولایت کې د زورواکو له خوا د ځمکو غصب یو له هغو مشکلاتو څخه دی چې د بیارغونې پروژو د پلي کیدو مخه یې نیولې ده.
سلیم صالح وايي چې په دغه ولایت کې ۱۲۰۰۰ جریبه ځمکه د زورواکو له خوا نیول شوې ده چې د هغې له جملې یې ۴۰۰۰ جریبه بېرته له غاصبینو څخه اخیستل شوې ده.
د والي ویاند وايي چې د لوګر د ځمکو په غصب کې ۱۹۰۰ کسان تورن دي، خو له بلې خوا د لوګر امنیه قومانداني وايي چې ۱۱۵ زره جریبه ځمکه په یاد ولایت کې د زورواکو تر ولکې لاندې ده.
خو د لوګر د املاکو اداره بیا وايي چې ۱۹۰۰ کسانو ۱۲۰۰۰ جریبه ځمکه غصب کړې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top