په لغمان کې ۱۶ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په لغمان کې ۱۶ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې



د لغمان ولایت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغليچې په دغه ولایت کې د تېرې ورځې راهیسې د الماس ۲ په نوم د افغان ګډو ځواکونو له لوري په پیل شویو چاڼیزو عملیاتو او دغه راز د الینګار په استقامت د هرمل په ساحه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو مخالفینو تر منځ په یوې جلا وسلواله نښته کې د مخالفینو ۷ تنه وژل شوي، ۹ نور یې زخمیان شوي او دغه راز ۹ تنه مشکوک بیا د افغان امنیتي ا دفاعي ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي چې دا مهال تېر پوښتنې ګرویګنې روانې دي.
په وژل شویو او زخمیانو کې د جنت ګل او مارشالي د وسلوالو ډلو غړي شامل دي کوم چې په یادو سیمو کې یې د سړک د غاړې د ماینونو په ځای پر ځای کولو، د بې ګناه انسانانو په شهادت رسولو او دغه راز په ډېری نورو تروریستي کړنو کې یې پراخ لاس درلود.
دغه عملیات چې لا هم د عمرزیو په قریه کې دوام لري، شا و خوا ۱۱۰ لوی او واړه کلي به په کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا تصفیه او تلاشي شي او تر څنګ به یې د یادو کلیو او د مرکز مهترلام د امنیت د خوندیتوب په موخه شمکټ درې او د مرکز یو شمېر سیمو ته د مخالفینو د تګ راتګ د لارو د تړلو په خاطر په سلطان کلي او دوه نورو مهمو ځایونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مشترک بېزونه هم ځای پر ځای شي.
همدا راز په پيل شویو عملیاتو کې تر دې دمه ۶ تنه امنیتي او دفاعي سرتېري هم برسېرن ټپيان شوي چې روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top