د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۷۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۷۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې



د افغانستان کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې په تیر ۲۴ ساعتونو کې یې د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې ۷۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې.
خبرپاڼه وایي چې له یادو وسله والو څخه یې د ۱۶ داعشیانو په ګډون ۵۷ وژل شوي، ۲۲ ټپیان او همدارنګه ۷ نور یې ژوندي نیولي دي.
یاد عملیات په لغمان، ارزګان، هلمند، ننګرهار، پکتیا، کندوز، غزني او سرپل ولایتونو کې د افغان ځواکونو له خوا تر سره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو ته بیلابیل ډوله وسلې په لاس ورغلي دي او د وسله والو وسایط تخریب شوي او چې د دې سره سره ګڼ شمیر ماینونه هم کشف او خنثی شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top