۱۵۰۰ نور امریکایي سرتیري افغانستان ته راځي

۱۵۰۰ نور امریکایي سرتیري افغانستان ته راځي



د امریکا پوځ له خوا په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د دغه هیواد ۱۵۰۰ نور سرتیري افغانستان ته رالیږي.
خبر پاڼه زیاتوي چې یاد سرتیري به د الاسکا څخه افغانستان ته ولاړ شي چې په دوو ماموریتونو د افغان ځواکونو په روزنه او له القاعده او داعش سره د جګړې لپاره به فعالیتونه تر سره کړي.
د دې سرتیرو په راتګ به په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر ۶۰۰۰ ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان د امریکا له کانګرس څخه غوښتنه کړې وه چې باید نور اضافي افغانستان ته ولیږل شي. 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top