د پلچرخي د بندیانو اعتصاب پای ته رسیدلی

د پلچرخي د بندیانو اعتصاب پای ته رسیدلی



د افغانستان کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقف خونو عمومي رییس وايي چې د پلچرخي د بندیانو اعتصاب پای ته رسیدلی دی.
عبدالحلیم کوهستاني زیاته کړې ده چې له یادو بندیانو سره ځینو څارنوالانو او څیړونکو خبرې کړي دي خو د دوی غوښتنې غیر قانوني وې.
نوموړي ویلي وروسته له هغې چې د دغه اعتصاب اصلي محرکین یې له نورو بندیانو جلا کړل اعتصاب هم پای ته ورسیده ځکه چې یادو محرکینو نور بندیان نه پریښودل تر څو خواړه وخوري او له زور او جبر څخه یې کار اخیسته.
ویل کیږي د بندیانو یاد اعتصاب د ولسمشر د وروستي فرمان لغو کول او د بښنې په فرمانونو کې د حقوقو درلودلو غوښتنې له امله شوی و.
د ولسمشر د فرمان له مخې باید د مخدره توکو او ترورستي ډلو سره تړلي کسان په کابل کې محاکمه او خپل زندان هم همدلته تېر کړي او همدارنګه د بښنې او تخفیف له فرمانونو څخه هم مستثنی دي.
له بلې خوا د ولسي جرګې ځینو وکیلانو ویلي دي چې اعتصاب لا پای ته ندی رسیدلی او باید د بندیانو غوښتنو ته پاملرنه وشي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top