د کندوز لپاره د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو

image_demo_30


په دشت ارچې د کندز لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي، مرستيال او څو سرګروپانو په ګډون ۲۹ طالبان وژل شوي.
امنيتتي سرچينې وايي، چې په کندز کې د ملي امنيت د سوق او ادارې د ځانکړي مرکز تر کره کوردينات وروسته د ملي اردو هوايي ځواکونو په دشت ارچي کې د ملاشيرآغا نومي طالب کور په نښه کړی دی چې په لړ کې يي ۲۹ طالبان وژل شوي دی.
سرچينه زیاتوي: په سيمه کې باوري سرچينې وايي چې په دې برید کې چې ملي پوځ د اې ۲۹ ډوله الوتکې پر مټ کړی دی د طالبانو له لوري کندز ته نومول شوی والي محمود آکا، مرستیال والي چې د لسګونو تنو په قتل او ځورونه کې يي لاس درلود او اسدالله مظلوم نوميده له يو بل سرګروپ قاري سيد سره يو ځای وژل شوي دي.
طالبانو هم د کندز لپاره د د طالبانو لخوا نومول شوي والي د مرستيال اسدالله مظلوم او څو نورو سرګروپانو د وژل کيدو پخلی کړی دی خو د محمود اکا په اړه يي جزييات نه دي ورکړي.
طالب سرچينو ويلي دي چې محمود اکا سخت ټپي شوی دی خود دوی يو روزنيز مرکز ته نيږدې سرچينې ويلي دي چې والي هم وژل شوی دی. ويل کيږي وژل شوی مرستيال والي اسدالله مظلوم د کندز لپاره د مرستيال والي تر څنګ د امام صیب د ولسوال په توګه هم دنده لرله.


tags

ستاسې تبصرې

*

Top