اقتصاد پېژندنه/ (۱۷ مه برخه)

image_demo_30


د مخکې والي او نه مخکې والي مفروضات:

● بشپړتوب مفروض: توکي ته د وړاندې والي او نه وړاندې والي سلسله دا فرضوي چې مصرفونکو د دواړو بنډلو په اړه په ذهن کې بشپړه نقشه شتون لري اویا د دواړو بنډلو ترمنځ مقایسه کوي. مانا دا چې یا به لومړي ته په دویم برتري ورکوي یا به دویم ته په لومړی بنډل برتري ورکوي یا به د دواړو په اړه بې تفاوته وي. که مصرفونکی په یوې ټولګې بلې ته لومړیتوب ورکوي نو دې ته قوي ارډر یا ترتیب  (strong Ordering) وايي او که له برتري سره نا برتري هم داخله کړي نو دې ته بیا کمزور ارډر یا ترتیب (weak ordering) وايي.

● د مصرفونکي لېږدونکې رويه: که (A) او (B) وي او مخکوالی د (A) وي، نو  

A>B

B>C

نو بیا

A> C

● برعکس مفروض: ددې مطلب دا دی چې هر بنډل یا په خپل ځان کې برتري لري او یا پر ځان بې توپیره دی.

● نا مشبوع: که چیرته مصرفونکی د x نسبت y ته ډېر وي نو مصرفونکی x بڼدول خوښوي ځکه مصرفونکی تل ډېر شي ته برتري ورکوي.

● د مصرفونکي په نظریه کې تسلسل شتون ولري. د ساري په توګه: کله چې مصرفونکی A نسبت B ته وړاندوالی ورکوي نو بیا په هر صورت کې به وړاندې والی ورکوي.

بودجې یا د قیمت کرښه Budget Line : د بودیجې یا د قیمت کرښه د دوو توکو جوړښت ښيي چې مصرفونکی په حقیقت کې پيرلی شي. کولی شو چې په یو مثال کې یې په ښه ډول توضیح کړو:

یو مصرفونکی سل افغانۍ لري او د دوه توکو د رانیولو هوډ کړی چې دا توکي  x او y دي چې x قیمت لس افغانۍ او د Y قیمت شل افغانۍ دی. نو دا شخص کولای شي چې په لاندې ترکیب سره توکي و پيري.

X قیمت

Y قیمت

10

0

8

1

6

2

4

3

2

4

0

5

که پورتني جدول ته وګورو کله چې په سلو افغانیو یوازې (X) توکی اخلي نو لس پرې رانیولی شي خو که (Y) ورسره اضافه شي نو بیا اته مقداره (X) او یو مقدار (Y) پیرلی شي په همدې ډول که ټولې (Y) توکی واخلي نو پينځه مقداره يې پيرلی شي .

د بودجې کرښه د اخیستونکي د اخیستو ځواک څرګندوي . په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو:

پورتني ګراف کې تاسو دوه کرښې وینی چې دواړه د مصرفونکي د اخیستو ځواک څرګندوي په لومړۍ کرښه L1M1 هغه صورت دی چې د مصرفوونکي عاید کم وي کله چې ډېر شي نو L2M2 ته کرښه لوړيږي خو په دواړو حالتونو کې د مصرفوونکي د اخیستو ځواک څرکندوي یا د بودیجې کرښه ښيي.

د مصرفونکي مازادConsumer Surplus) ): د مصرفونکي مازاد له هغه حالت څخه عبارت دی چې یو مصرفونکی د یو توکي د پیرلو پر وخت غواړي معلوم مقدار پيسې تادیه کړي خو کله چې د توکي قیمت معلوميږي د ده له انځور شوي قیمت څخه ټیټ وي نو د دواړو قیمتونو ترمنځ چې کوم توپیر شتون لري دې ته د مصرفونکي مازاد وايي. د ساري په توګه: د یو توکي د رانیولو لپاره یو شخص غواړي سل افغانۍ تادیه کړي خو د توکي قیمت په بازار کې اتیا افغانۍ وي نو د مصرفونکي مازاد شل افغانۍ کېږي.

یا هغه اضافه تسکین چې مصرفونکی د اخیستلو په وخت تر لاسه کوي مصرفونکي مازاد ورته وايي چې کولای شو په لاندې جدول کې ښه روښانه کړو:

غوښتونکي قیمت

حقیقي قیمت

مصرفونکی مازاد

10

8

2

9

8

1

8

8

0

7

8

-1

په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې د توکي د اخیستو لپاره مصرفونکی چمتو دی چې سل افغانۍ ورکړي، خو د توکي حقیقي قیمت اته افغانۍ دی او دوه افغانۍ ګټه ترلاسه کوي چې مصرفوونکي ته مازاد وايي. یو مصرفونکی تر هغه وخته توکي پيري چې انځوریز قیمت له حقیقي قیمت سره برابر شي او مصرفونکی هغه وخت مساوات ترلاسه کوي چې انځوریز قیمت له حقیقي قیمت سره برابر شي.

چې کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو:

په پورتني ګراف کې تاسو ګوری چې  oxد توکو مقدار او oy د توکو قیمت څرګندوي. P1 هغه قیمت دی چې مصرفونکی غواړي تادیه یې کړي خو په بازار کې قیمت P دی د دواړو تر منځ چې کوم توپیر دی مصرفونکي مازاد ورته وايي چې په شین رنګ سره ښودل کېږي.

د مصرفونکي تعادل ((Consumer Equlibirum: یو مصرفونکی هغه وخت تعادل تر لاسه کوي چې د توکو له مصرف څخه وروسته ډېر تسکین ترلاسه کړي. یا یو مصرفونکی په خپل لګښت رسول شویو پیسو څخه ډېر نه ډېر سکون تر لاسه کړي، نو دې حالت ته ویلی شو چې مصرفونکی د تعادل په حالت کې دی. یو مصرفونکی هغه وخت د تعادل په حالت کې وي چې د بودجې کرښه یې بې توپیره کرښې سره مماس وي. کولای شو په لاندې ګراف کې ښه روښانه کړو:

په پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې AB د بوديجې کرښه، IC بې توپیره کرښه ده چې د C په نقطه کې سره مماس دي چې دا حالت د مصرفونکي مساوات څرګندوي.

عاید او د بدیل اغېز (Income and Substitute Effect) : د دې موضوع د څېړلو لپاره اړینه ده، تر څو د قیمت اغېز و پېژنو: کله چې د یو توکي په تقاضا کې بدلون د قیمت د تغير له کبله رامنځته شي، نو دې حالت ته د قیمت اغېز وايي.  چې دا ډول اغېزه دوو لارو رامنځته کېږي .

د عاید تغير(Income Effect) : کله چې د یو انسان په عاید کې تغیر رامنځته شي، نو تقاضا ورسره تغیر خوري چې دې ډول اغېز ته د عاید د تغیر اغېز وايي .

متبادل اغېز (Substitute Effect): دویم د متبادلو توکو د قیمت تغیر کله چې د توکو د متبادل توکو په قیمت کې تغیر رامنځته شي، نو تقاضا ورسره تغیر خوري چې ته د متبادلو توکو د قیمت د تغیر اغېز وايي.

قیمت اغېز = عاید اغېز + متبادل یا اغېز .

د دې لپاره چې معلوم کړو چې څومره اغېز عاید لري او څومره اغېز د متبادلو توکو قیمت د تقاضا په تغیر سره د هیکس له لارې کار اخلو او هغه دا موضوع ښه روښانه کړې ده.

د هیکس د وینا پر اساس کله چې د X توکي قیمت راټييټ شي، نو تقاضا د X توکي لپاره لوړېږي. کولی شو چې په لاندې ګراف کې ښه روښانه کړو:

د ساري په توګه: یو کس  150 افغانۍ لري او غواړي x او y پرې واخلي چې د x قیمت 15 افغانۍ دی او د Y قیمت 7.5 چې لومړنۍ د بودجې کرښه يې AS ده . او د A په نقطه کې پيرل کوي. خو کله چې د X قیمت راټیټیږي 6 افغانیو ته د نوموړي کس حقیقي عاید لوړېږي، د بودجې کرښه يې له AS څخه AF ته لوړېږي او پېرل د B په نقطه کې ترسره کوي. اوسمهال ډېر X پرې اخیستلای شي، نو ددې لپاره چې د مصرفونکي حقیقي عاید کم شي، نو حکومت پرې یو مقدار مالیه وضع کوي چې اوس مهال د بودجې کرښه DM کېږي اود پير نقطه يې C کېږي، نو ددې لپاره چې د عاید او متبادلو توکو اغېز معلوم کړو، نو د c له نقطې څخه یوه کرښه د X پر محور راکشوی چې چپ خوا ته د بدیلو توکو اغېز او ښې خواته د عاید اغېز څرګندوي.

د وړاندې والي د ښودنې نظریه (Reveled Prefernce Theory): دا نظریه د پروفیسور ساملیوسن له خوا وړاندې شوی او د مصرفونکي په حقیقي رویې باندې ولاړه ده او مصرفونکو کولای شي چې خپله خوښه بېلا بېلو جوړښتونو په وړاندې څرګنده کړي د ساري په توګه: A,B,C,D ته د دې نظريې فرضیې په لاندې ډول دي:

  • مصرفونکی باید منطقي وي.

  • مصرفونکی تل د بودجې پر کرښه توکی خوښوي.

  • د مصرفونکي په نظریه کې تسلسل شتون ولري . د ساري په توګه: کله چې مصرفونکی A نسبت B ته وړاندوالی ورکوي نو بیا به په هر صورت کې وړاندې والی ورکوي.

  • د مصرفونکي لېږدونکې چلند : که A او B وي او مخکوالی د A وي، نو  

A>B

B>C

نو بیا

A>C

  • د مصرفونکي د خوښې نه بدلون

  • کوم ترکیب چې خوښ و، د مخکی والی پر اساس يې خوښ کړي

  • مصرفونکی باید یو ترکیب د کرښې پر سر خوښ کړي .

  • مخکی والی باید ډېرو توکو ته وي، نسبت کمو ته په هر حالت کې

  • د مصرفونکی ټاکنه په قوي خوښه وي .

  • د عاید ارتجاعیت باید مثبت وي مانا کله چې عاید لوړيږي تقاضا هم لوړيږي.

د پورتنیو فرضیو په پام کې نیولو سره سامیلسن د مصرفونکې یا د تقاضا تیورۍ وړاندې کړه. د هر توکي تقاضا کې ډېرښت رامنځته کېږي کله چې عاید لوړ شي نو تقاضا کې کمښت رامنځته کېږي چې قیمت یې لوړ شي مانا دا چې که قیمت لوړ شي تقاضا کميږي او که قیمت ټیټ شي تقاضا لوړيږي. د عاید د ارتجاعیت مثبت او د قیمت منفی دی.

قیمت د لوړوالي په صورت کې: کله چې د x توکي قیمت لوړ شي، د دې تیورۍ د اساساتو د ثابتولو لپاره موږ په دوو برخو سره وېشو لومړی دا نیسو چې مصرفونکی خپل ټول عواید په دوو توکو X او Y مصرفوي .LM لومړنی د قیمت کرښه ده چې مصرفونکی پرې خپل ترکیب ټاکي چې د R په وسیله په لاندې کرښې کې څرګنديږي.

OLM هغه مثلث دی چې مصرفوونکی په کې د ټاکنو حق لري چې د x او y ترکیبات دي چې د قیمت په کرښې LM پراته دي. یوازې د R په ټاکلو سره OLM وړاندېوالی ورکړو. د ساري په توګه: د x قیمت لوړيږي او د y قیمت ثابت دی نو د قیمت نوې کرښه LS نو اوس مصرفونکی نوی ترکیبت ټاکي چې A ده مانا دا چې اوس مصرفونکی له پخوا څخه د x کم مقدار اخلي کله چې قیمت لوړ شي. ددې لپاره چې مصرفونکی د توکي د قیمت په لوړیدو سره د حقیقي عاید کم شوی تادیه وکړو نو راځي چې هغه ته LP مقدار پيسې ورکړو چې په پایله کې PQ د هغه نوی قیمت کرښه کېږي چې LS سره موازي ده او د R له ټکي څخه تیريږي. چې سامیلوسن دېته د تادیې اغېز وايي. چې اوس OPQ د ټاکنو ساحه شوه په LM کرښه کې R د مخکي والي ټاکنه وه په د قیمت په اصلي کرښه کې نو ټول ټکي R څخه لاندې په RQ برخه د PQ پر کرښه د مصرفونکی نا تسلسل څرګندوي. ځکه کله چې قیمت لوړ شي هغه د X نور مقدار نشي رانیولی. نو ځکه مصرفونکی ټول ترکیبات د R څخه لاندې باطلوي یا R ټاکني او یا بل کوم ترکیب.B سیوری LRP د PR په برخه کې د PQ د قیمت په کرښه. او که هغه د R ترکیب و ټاکي نو د X او ِY یو مقدار اخلي چې پخوا یې اخیستو. او که B وټاکي نو هغه به x کم مقدار او Y په پخواني مقدار سره اخلي. دویم قدم کې که مصرفونکي ورکړل شوی پيسې LP بیرته واخلي نو هغه به د R چپ خوا ته A نقطه کې وي د LS د قیمت په کرښه. چېیرته چې هغه لږ x اخلي. که چیرته د تقاضا ارتجاعیت د x لپاره مثبت وي کله چې قیمت لوړيږي تقاضا کميږي. دا خبره په اثبات ورسیده چې د عاید ارتجاعیت مثبت وي د قیمت ارتجاعیت منفی دی.

د قیمت د ټيټیدو په صورت کې: د تقاضا نظریه د قیمت له ټيټیدو څخه هم ثابتولی شو او داسې یې څرګندولی شو: د یو توکي تقاضا هغه وخت کميږي چې د پسییز (پولي عاید ) عاید کم شي او تقاضا ډېريږي چې قیمت راټیټ شي. چې کولی شو په لاندې ګراف کې یې روښانه کړو: LM د قیمت اصلي کرښه ده چې مصرفونکی R ته لومړیتوب ورکوي کله چې د x قیمت ټیټ شي او y قیمت ثابت وي او د قیمت نوی LS دی.


 

مصرفونکی خپل لومړیتوب A ته څرګندوي او له پخوا څخه اوس د x ډېر مقدار رانیسي.  له R څخه  A لېږد د قیمت اغېز دی چې راټيټه شوې، تقاضا ورسره ډېره شوې ده. فرض کړئ چې د مصرفونکي حقیقی عاید لوړ شی، د x قیمت د ټیټوالي له کبله اود LP مقدار څخه y . اوس نو د قیمت نوې کرښه PQده چې له ls سره موازي ده او له R څخه تیریږي.  OPQ د خوښونې نوې ساحه ده. لومړي قدم کې مصرفونکي لومړیتوب R ته د LM په کرښه ورکړی و له R څخه ټول پورته د RPپه برخه کې POبه تسلسل ونه لري ځکه چې RP برخه کې به هغه د x لږ اندازه ولري کله چې قیمت ټیټ شي مګر دا امکان نه لري. نو ځکه مصرفونکي له R څخه پورته ټول ترکیبات لغوه کړي. هغه به یا R ټاکي یا کوم بل جوړښت. B د RQپه برخه کې د PQ کرښې MRQ سیوری دی. اوکه هغه د Rترکیب خوښ کړي هغه به یو اندازه د x او y واخلي لکه وړاندې چې د قیمت له ټیټدو څخه اخیستو. او که هغه د B ترکیب وټاکي نو هغه به د x مقدار ډېر واخلي اود Y کم مقدار له وړاندې څخه. له Rڅخه B ته لیږد د متبادل اغېزه ده. او که له مصرفونکي پيسې بیرته واخیستل شي د LP په شکل نو هغه به په پخواني ترکیب کې وي Aد LS په کرښې چیرته چې هغه په ډېر مقدار X واخلي د قیمت په ټیټیدو سره. له Bڅخه بیرته A ته حرکت د عاید اغېز ده نو بیا هم د تقاضا تیورۍ ثبوت شوه چې د عاید مثبت ارتجاعیت مانا د قیمت منفي ارتجاعيت.
 

tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*

Top