د ارغندیوال اسلامي ګوند ویلي چې د حکمتیار استازي دې زموږ غړي کابینې ته نه معرفي کوي

د ارغندیوال اسلامي ګوند ویلي چې د حکمتیار استازي دې زموږ غړي کابینې ته نه معرفي کوي



د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي له مرکچي استازو څخه غوښتنه کړې ده چې دغه حزب دې د دوی غړي د دولت د کابینې لپاره نه معرفي کوي.
یاد ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دوی په دولت او کابینه کې فعلا حضور لري نو په دې اساس دوی بهتره ګڼي چې د حکمتیار حزب له هغو مهاجرو وروڼو څخه چې نوي د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي باید کابینې ته معرفي شي.
قریب الرحمن سعید د حکمتیار حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر مسوول ویلي دي چې دوی د ارغندیوال حزب اعلامیه لوستلې ده او په اړه یې فکر کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top