داعش به د روان کال تر پایه په افغانستان کې کاملا له مینځه ولاړ شي

داعش به د روان کال تر پایه په افغانستان کې کاملا له مینځه ولاړ شي



په افغانستان کې د ناټو ویاند او د افغانستان د دفاع وزارت ویاند په ګډه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې داعش وسله واله ډله به د روان کال تر پایه په افغانستان کې په ټولیز ډول له مینځه ولاړ شي.
سر ون سالوین ویلي دي چې افغان ځواکونه د تیر په نسبت زیات ځواکمن شوي دي تر څو داعش ډلې ته درانه زیانونه واړوي.
نوموړي ویلي دي چې داعش په افغانستان کې تر خپلې ولکې لاندې ټولې سیمې له لاسه ورکړي دي چې د جنګیالیو شمیر یې ۷۵ سلنه راټیټ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له ننګرهاره وروسته داعش خپل فعالیتونه د هیواد شمال ته غځولي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top