ارزګان کې لسګونه قومي مشران دبهرنیانو لخوا د شپنيو چاپو بندیدل غواړي

ارزګان کې لسګونه قومي مشران دبهرنیانو لخوا د شپنيو چاپو بندیدل غواړي



 ارزګان کې لسګونه قومي مشرانو له دولت څخه ملاتړ اعلان کړی خو دشپنۍ چاپو بندیدل غواړي.
د ارزګان ولایت د تنګي د سیمي لسګونه سپین ږیري او مشران ولایتي شورا کي سره راټول سوي وو او شکایت يي کاوه چې د بهرنیو ځواکونو په شپنۍ چاپو او هوايي بمباري کې ملکیانو ته د سر او مال زیانونه اوښتي او باید دملکي کسانو دسر او مال خونديتوب ته پام وسي.
بلخوا ملي دفاع وزات هم وايي چې دوی په ټول توان هڅه کوي چې دملکي کسانو دسر او مال ساتنه وکړي.
شاوخوا لس ورځي کیږي چې بهرني ځواکونه ارزګان ته راغلي او وخت ناوخته په ځينو سیمو کي شپنۍ چاپي  وهي او دافغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.
ددهراود له تنګي سیمي په همدي موخه لسګونه قومي مشران ولایتي شورا کي سره راغونډ سوي وه او ویل يي چې په سیمه کي يي وسله وال طالبان شتون نه لري خو بهرني ځواکونه پري شپنی چاپي وهي او ملکي کسانو ته وهل ډبول ورکوي او وژني يي.
دوی وايي چې دولت باید په تیره اونۍ کي دبهرنیانو له خوا په شپنۍ چاپه کي تر ۶ پوري ملکي کسان وژل سوي او یوشمیر نور يي بهرنیو ځواکونو له ځانه سره وړي چې افغان حکومت يي باید پلټنه وکړي.
قومي مشر حاجي میراخان هم وايي چې دبهرنیو ځواکونو خپل سري چاپي وهل او ملکيانو ته زیان اړول به ددي سبب سي چې ددولت او ملت ترمنځ فاصله نوره هم زیاته سي.
نوموړی وايي چې دتنګي دسیمي مشران او خلګ له دولت سره همکاره دي او دولت يي دسر او مال دساتني مسؤلیت لري.
هغه پر دولت ږغ وکړ چې ددغي سیمي یوشمیر کسان بي ګنا بندیان سوي او باید ازاد کړل سي.
دولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزي بیا راغلو کسانو ته وویل چې نه یوازي دتنګي دسیمي خلګ له ستونزو سره مخ دي بلکي په ټول هیواد خاص ډول ارزګان کي خلګ له ورته ستونزو سره مخ دي خو دخلاصون لاره يي دنوموړي په وینا چې یوازي دخلګو یو موټي کیدل او اتفاق دی.
د ده په وینا، په افغانستان کي جنګ خپله بهرنیانو روان کړی دی او هغه نه غواړي چې افغانستان له جګړي خلاص سي خو له خلګو يي غوښتنه وکړه چې خپل راتلونکی نسل دي دزده کړي په ګاڼه سمبال کړي څو له اوسنیو ټولو ناخوالو وژغورل سي.
له دي ټولو سره سره دملي دفاع وزارت وايي چې دملکي کسانو دسر او مال خونديتوب يي له اصلي موخو څخه دی او نه غواړي چې ملکیان زیان من سي.
دملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په ټلیفوني خبرو کي وویل چې دوی هڅه کوي چې له بهرنیو ځواکونو سره په همږغۍ شپنی چاپي او هوايي بریدونه وکړي څو ملکيانو ته زیان وه نه رسیږي خو وايي چې ملکي تلفات ځکه رامنځته کیږي چې وسله وال طالبان دخلګو له کورونو دسپر په توګه کار اخلي.
دیادوني وړ ده چې په ارزګان ولایت کي په ورستیو څو میاشتو کي دمسؤلېنو په وینا چې په هوايي او توپچي بریدونو او ښخ کړل سوو ماینونو کي لسګونه ملکیان مړه او ژوبل سوي دي او دملکي تلفاتو کچه تر بل هر وخت په دغه ولایت کي ډيره سوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top